په ننګرهار کې د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په اړه ملي کنفرانس

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۱:۱۷
په ننګرهار کې د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په اړه ملي کنفرانس

ننګرهار، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۵ - ۱۶ مه – د اسلامي بانکوالۍ او صکوکو په اړه خلکو ته د پوهاوی لپاره په ننګرهار ولایت کې د اسلامي بانکوالۍ او صکوکو په اړه ملي کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو پر استازو سربېره د ننګرهار ولایتي استازو، علماوو او د پوهنتون استادانو هم ګډون کړی وو، چې په کې د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په اړه هر اړخیز علمي بحثونه وشول.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي دوکتور محمد یوسف سلیم د اسلامي بانکدارۍ په تاریخچې او ارزښت خبرې وکړې او د دې برخې پراختیا یې د هېواد د اقتصادي پرمختک لپاره ګټوره یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په برخه کې خپل لومړني ګامونه پورته کړي اوډېر ژر به په دې برخه کې لا نور پرمختګونه هم رامنځته کړي.

په دغه کنفرانس کې د ننګرهار والي ښاغلي شاه‌محمود میاخیل هم د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو پر ارزښت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې اسلامي بانکدارۍ ته مخه کړي او خپلې پیسې د کورونو پر ځای بانکونو کې وساتي.

باید وویل شي چې د دې کنفرانس له پرانیستنې وروسته درېنورې علمي غونډې هم جوړې شوې چې په هره غونډه کېد دغه ولایت علماوو او د پوهنتون استادانو د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو  د بېلابېلو برخو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

پاتې دې نه وي چې په دې کنفرانس کې ویناوالو د افغانستان بانک له مشرتابه مننه وکړه چې داسلامي بانکدارۍ د دودولو لپاره هڅې کوي، دوی ژمنه وکړه چې د هېواد وتلي عالمان او پوهان به د افغانستان بانک سره اوږه په اوږه د دې بانکدارۍ د د دودولو لپاره کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ولایت ته د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د استازو د خپل سفر په لړ کې د روانې میاشتې سلواغې په ۱۶ نېټه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو لپاره د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ هم جوړ کړ.

په دې روزنیز ورکشاپ کې محصلینو ته د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

په دې ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د افغانستان بانک له استازو مننه وکړه چې د یاد پوهنتون محصلینو ته یې د اسلامي بانکدارۍ او صکوکو په برخه کې د هغوی د پوهاوی لپاره دا ډول روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

نوموړي هیله وښوده چې د افغانستان بانک به په راتلونکې کې هم د محصلینو لپاره دا ډول ښوونیز ورکشاپونه جوړ کړي.

پاتې دې نه وي چې په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو پر استازو سربېره د دې بانک د ختيځ زون آمر ښاغلي احمدزي توحیدیار، د افغانستان بانک د شرعي نظارتي هیئت رئیس ښاغلي ډاکتر فضل الرحیم بصیرت او د یو شمېر نورو دولتي ادارو مشرانو، علماوو او پوهانو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته