د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۴:۴
اطلاعیه د افغانستان بانک!

د افغانستان بانک د هېواد د پولي بازارونو د لا ښه تنظیمولو لپاره په شرایطو برابرو اشخاصو ته د شرکت تر عنوان لاندې د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیت جوازونه صادر کړي دي. دا شرکتونه اړ دي څو له پلي کېدونکو قوانینو او مقرراتو سره سم فعالیت وکړي. د هېواد په ټولو پولي بازارونو کې له جواز پرته د اشخاصو فعالیت منع او غیر قانوني دی. له همدې امله له ګرانو هېوادوالو څخه غوښتل کېږي څو د قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو او د خپلو پولي معاملو د خوندیتوب په موخه جواز نه لرونکو اشخاصو سره د معاملو له ترسره کولو په جدي توګه ډډه وکړي او خپله ملي دنده ترسره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته