د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۵۶
ګرانو هېوادوالو!

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې یو سوداګریز بانک ته د مراجعې په صورت کې له ستونزو یا ناسم چلند سره مخ شوئ، نو مهرباني وکړئ خپل شکایت مو د اړوند بانک د پېرودونکو د حقونو له برخې سره ثبت کړئ. که د خپل شکایت په تړاو مو ډاډ ترلاسه نشو، نو کولی شئ چې شکایت مو د افغانستان بانک د مالي پېرودونکو د خوندیتوب له څانګې سره د دې برېښنالیک customer.protection@dab.gov.af  او تلیفون شمېرې  (۰۲۰۲۵۱۱۷۲۶) له لارې ثبت کړئ. موږ ستاسو شکایت ته ژر تر ژره رسېدنه کوو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته