د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د ټکنالوژۍ څارونکی او پراختیا ورکوونکی
آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت
ګریډ: اتم ) ۸(
د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷
د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د شبکې د پالیسیو، د شبکې د امنیت او د سوداګریزو بانکونو د سیستمونو بیاکتنه او بررسي، او د منل شویو معیارونو پر بنسټ د اصلاحی نظر وړاندې کول.
• د اداري سیستمونو او کړنلارو څارنه او ارزونه، او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو د شبکو او سیستمونو د امنیت کنترول.
• د اداري سیستمونو او کړنلارو څارنه او ارزونه، او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو د معلوماتو د مرکز او سیستمونو د امنیت کنترول.
• د سوداګریزو بانکونو د داخلي پالیسیو او کړنلارو د پلي کولو او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو په شبکو، د شبکو په امنیت او سیستمونو پورې اړوندو قوانینو، مقررو او متحدالمالونو څارنه او بیا کتنه
• د سیستمونو د جوړولو لپاره د طرحې او پلان په برخه کې همکاري کول
• د اړتیا وړ سافټویرونو د پراختیا په موخه د اړینو معلوماتو راټولول او تحلیلول
• د اړوندې برخې د مدیر او مرستیال له لارښوونو سره سم د پلان شویو سافټویرونو پراختیا
• د شبکې د امنیت، د منطقي امنیت، د اپلیکېشنونو د امنیت، د بانکوالۍ د سیستمونو د امنیت او د بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو څارنه او د بانک د پیریدونکو د معلوماتو د خوندیتوب او ښهوالي په موخه د نظر وړاندې کول
• د فایروالونو د تنظیماتو او کړنو، د سایبري ګواښونو او بریدونو د مخنیوي او پېژندنې د سیستمونو او په سوداګریزو بانکونو کې د نورو خپلکارو فعالو برخو څارنه او ارزونه.
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوړ خطر ساحو پېژندنه، تحلیل او تجزیه او د سوداګریزو بانکونو او د هغوی د پیریدونکو د معلوماتو له افشا او له نورو سره د شریکولو د مخنیوي په موخه د اړینو وړاندیزونو وړاندې کول
• معلوماتو ته د لاسرسي حقونو، د معلوماتو د جوړښتونو او د زېرمه کولو د لارو چارو، په سیستمونو کې لېږد او پروسس، د زېرمه کولو ځای، د لېږد حالت او د بانکونو د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو څارنه او کتنه، او د بانکونو د پیریدونکو د معلوماتو د خوندیتوب او ښه والي لپاره د نظر وړاندې کول
• د کاروونکو د کړنو له ښه والي او کره والي او د هغو سیستمونو چې معلومات پروسس، زیرمه او لیږدوي، اړوند له نورو موضوعاتو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د سوداګریزو بانکونو د کاروونکو د بنسټیزو کړنو، د لاګ مدیریت د سیستم د ډول او تنظیماتو څارنه او بیا کتنه
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ارزونې لاندې ساحو د پيژندنې لپاره د اړینو لارښوونو ترلاسه کول
• د سافټویرونو د امنیتي کچې د لوړولو او د ښو کړنو په موخه د پروګرامینګ د ژبو د کوډونو تحلیل
• په پروژو کې د پروګرامنګ د نوو، عصري او ډېرو کارېدونکو ژبو او طریقو کارول
• په سافټویرونو او معلوماتي ډېټابېسونو کې د نوو موډیولونو جوړول
• مرستیال او مستقیم مدیر ته د ارزول شویو برخو د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه راپور ورکول
• د څار لاندې بانکونو له هرې اړخیزې څارنې وروسته، د څار لاندې بانکونو د پایغونډې په جوړولو کې همکاري کول
• د سوداګریزو بانکونو د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د داخلي او خارجي پلټونکو د راپورونو او د تنفیذي اقداماتو کتنه او ارزونه
• د مستقیم مدیر او واک لرونکی آمریت د لارښوونو سره سم په DMS سیستم کې د څارنیزو اسنادو راټولول او ساتنه
• د اړوند برخې مدیر او مرستیال ته د څار لاندې برخو د کړنو او راپورونو وړاندې کول او د لا ښه والي لپاره د اړینو لارښوونو ترلاسه کول
• په پروژو کې د پرمختللو او نویو سافټویرونو کارول
• د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې د بانکي څارنې او مالي خدمتونو د لوی آمریت د سافټویرونو تخنیکي ملاتړ
• د معلوماتو د راټولولو او تحلیل په موخه د اړوندې برخې له مدیر او مرستیال سره همغږي کول
• د کاري پلان او کاري راپور ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته یې وړاندې کول
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې کچه:
• په کمپیوټر ساینس، سافټویر انجنیرۍ او نورو اړوندو معلوماتي ټکنالوژۍ برخو کې لیسانس لرل اړین دي، او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
لږ تر لږه د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• د معلوماتي سیستمونو د ارزونې او د آی ټي خطرونو د مدیریت ځانګړو پروګرامونو ( CISA، CEH، CISM، CRISC ) پېژندنه او بلدتیا
• د بانکي سیستمونو د معلوماتي ډېټابېسونو د مدیریت پروګرامونو (Oracle، SQL Server،MySQL ) پېژندنه او بلدتیا
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا
• د بانکي قوانینو او مقرراتو، مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې، نړیوالو معیارونو او هوکړه لیکونو پېژندنه او بلدتیا
• د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
• د دندې محرمیت ساتل
• د مرکزي بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت لرل
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.