د قرغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۴:۱۹
د قزاقستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۲۷ مه - د افغانستان بانک او قرغزستاني پلاوي تر منځ د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو، مالي همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد، وویل چې د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان بانک غواړي د قرغزستان له جمهوري دولت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه غوره او منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

ښاغلي خالد ټینګار وکړ چې د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د سیمې په کچه د مالي ثبات سبب شي.

د قرغزستاني پلاوي غړو چې د یاد هېواد د مالیې وزارت مرستیال یې مشري کوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو د پراخېدو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هوکړه وشوه، ترڅو د چارو د پرمختګ لپاره یادې کمېټې د دواړو هېوادونو له اړخه تخنیکي بحثونه تر سره کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته