د افغانستان بانک خبرتیا
ټولو درنو هېوادوالو، د بانکي سکتور مشتریانو او اړوندو ذینفعانو ته خبر ورکول کیږي چې په افغانستان کې د فعالیت لرونکي الفلاح بانک د افغانستان د څانګې مالکیت، د افغانستان بانک تر څارنې لاندې او د اړوندو اصولو په رڼا کې، غضنفر بانک ته لېږدول شوی دی.
د دې لېږد په بهیر کې د الفلاح بانک د مشتریانو په بانکي خدمتونو کې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه دی رامنځته شوی. غضنفر بانک د مشتریانو د حسابونو، سپماوو او اړوندو بانکي چارو د پر وخت او منظمې رسېدنې لپاره ټول لازم چمتووالی نیولی او اړین اجراآت یې په بشپړ ډول ترسره کړي دي. د یاد بانک څخه د لېږدول شوي کاروبار او مشتریانو بانکي خدمتونه اوس د غضنفر بانک له خوا د اسلامي بانکوالۍ د اصولو په رڼا کې وړاندې کېږي.
د افغانستان بانک دغه اقدام د هېواد د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا، د کورنیو بانکونو د ظرفیت د لوړولو، د بانکي خدمتونو د پراختیا او په بانکي نظام د عامه باور د ټینګښت په برخه کې یو مثبت او ارزښتناک ګام بولي.
د افغانستان بانک د هېواد د مالي او بانکي نظام د ثبات ساتلو، د مشتریانو د حقونو د خوندیتوب، د بانکي خدمتونو د منظم دوام او د مالي شمولیت د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې برخه کې به د بانکي سکتور د سالمې ودې او پراختیا ملاتړ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې الفلاح بانک تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوه بهرني بانک د څانګې په توګه فعالیت درلود، چې اوس یې د افغانستان د څانګې مالکیت یوه کورني بانک، غضنفر بانک، ته لېږدول شوی دی. دغه بدلون د هېواد په بانکي سکتور کې د کورنیو پانګونو د ونډې د پیاوړتیا او د بانکي فعالیتونو د لا پراختیا لپاره یو هیله بښونکی پرمختګ ګڼل کېږي.
