د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه د پیسو له نړیوال صندوق سره د غونډې جوړېدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه د پیسو له نړیوال صندوق سره د غونډې جوړېدل

۱۳۹۹ د کب ۲۰ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ویدیو کنفرانس له لارې د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي ته د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو د څرنګوالي او پرمختګ په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې دواړو خواوو، د جوړښتي اصلاحاتو پر دوام، د لوی اقتصاد پر پیاوړتیا او د پالیسیو پر پراختیا په راتلونکو کلونو کې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا، د انفلاسیون په کموالي، د اسعارو په نرخ، د سیمه‌ایزو همکاریو پر پیاوړتیا، بېوزلۍ کمولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعګانو په تړاو خبرې اترې وکړې.

همدا ډول، د پیسو نړیوال صندوق او  افغان لوري د مالي او اقتصادي ټیکاو د رامنځته کېدو په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونو باندې بحث او په دې برخه کې د یو بل په همکاریو ټینګار وشو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته