د افغانستان بانک د شرعي نظارت بورډ غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۳:۱۵
د افغانستان بانک د شرعي نظارت بورډ غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ د سلواغې ۳۰ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا پر مشرۍ د شرعي نظارت بورډ غونډه جوړه او د اسلامي بانکوالۍ پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراختیا لپاره ژمن دی او په دې اړوند به د شرعي نظارت بورډ سره له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې دا مهال په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره د تکافل پر رامنځته کولو کار روان دی چې پر بشپړېدو سره به یې په هیواد کې اسلامي بانکوالي د پخوا په پرتله ډېره پراختیا پیدا کړي او خلک به په ډاډ سره په هغه کې پانګونې تر سره کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د شریعه بورډ د غړو له لوري د یو شمېر سوداګریزو بانکونو د مضاربت پر پالیسۍ او د اسلامي بانکوالۍ پر یو شمېر نورو اړوندو برخو کتنه او بحث تر سره شو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په. . .

بېرته خبرونه ته