د نړیوالې ټولنې د مرستو په لړ کې کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو د نغدې مرستې را رسېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۲:۱۴
د نړیوالې ټولنې د مرستو په لړ کې کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو د نغدې مرستې را رسېدل

۱۴۴۴ ربیع الاول ۷ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې د درنو هېوادوالو لپاره غوره بانکي چوپړتیاوې برابرې کړي او له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په. . .

بېرته خبرونه ته