«په ویاړ سره، د ملي کولو پر خوا»

د AfPay کارتونو د وېش د لړۍ د پیل په اړه د ښځو چارو وزارت د سرپرستې آغلې حسینه صافی پیغام
«د خوښۍ ځای دی چې د AfPay کارتونو د وېش لړۍ د ښځو چارو له وزارت څخه پیل شوه. له دې وروسته د ښځو چارو وزارت ټول کارکوونکي کولای شي د هېواد په ټولو برخو کې د ATM ماشینونو له لارې پیسې واخلي.
همدارنګه د دې کارتونو لرونکي به په نږدې راتلونکې کې د دې وړتیا ولري چې د برېښنا بِل او د اداینو نور ټول بِلونه د همدې کارت له لارې ادا او پر مټ یې له لویو او کوچنیو هټیو پېرنه وکړي.»
باید یادونه وشي چې اف پې AfPay کارت له یو حساب څخه بل حساب ته د پیسو د لېږد آسانتیا هم برابروي.