د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو په اړه ملي کنفرانس

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۲:۸
د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو په اړه ملي کنفرانس

کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۹ مه – د افغانستان بانک له لوري په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو (( فرصتونه او ننګونې)) په اړه ملي کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې چې د افغانستان بانک پرسرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر سربېره د دې بانک د اسلامي بانکدارۍ د عمومي آمریت مسئولینو، د هېواد یو شمېر جیدو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، د اسلامي بانکونو د شرعي کمېټو غړو او استازو  هم ګډون کړی وو، د اسلامي بانکدارۍ په وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه هر اړخیز علمي بحثونه وشول.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي واحدالله نوشېر یادونه وکړه چې د دې کنفرانس د جوړېدو موخه د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د عامه پوهاوي رامنځته کول او په دې اړه د علماوو د نظرونو راټولول دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې په دې وروستیو کې د دې بانک په اډانه کې د اسلامي بانکدارۍ ځانګړی آمریت رامنځته شوی دی، د افغانستان بانک سرپرست زیاته کړه چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره یو بشپړ اسلامي بانکته د فعالیت جواز ورکړل شوی او دا بانک ژمن دی چې په دې برخه کې به لا زیات پرمختګونه رامنځته کړي.

ښاغلي نوشېر د غونډې له ګډونوالو هیله وکړه چې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې له د افغانستان بانک سره همکار و اوسي او خلکو ته په دې اړه د جوماتونو د منبرونو له لارې عامه پوهاوی ورکړي.

ورپسې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ لوی آمر ښاغلي ډاکتر یوسف سلیم د غونډې ګډونوالو ته د اسلامي بانکدارۍ د تاریخچې او موخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د دودېدو لپاره خپل لومړني ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې به ډېر ژر نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې د دې کنفرانس تر پرانیستې غونډې وروسته درېنورې علمي غونډې هم جوړې شوې چې په هره غونډه کې د غونډې د پرمخ وړونکې سربېره د وتلو علماوو او پوهانو  څلور کسیزه ډلې وي چې د اسلامي بانکدارۍ د بېلابېلو برخو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

په دې کنفرانس کې ویناوالو د افغانستان بانک له مشرتابه مننه وکړه چې داسلامي بانکدارۍ د دودېدو لپاره هڅې کوي، دوی ژمنه وکړه چې د هېواد ټول وتليعالمان او پوهان به د افغانستان بانک سره اوږ په اوږه د دې بانکدارۍ د د دوېدو لپاره کار کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د عدلیې وزارت مرستیال ښاغلي محمد قسیم حلیمي، د پوهنې وزارت استازي ښاغلي استاد محمد صیقل، د پوهنتون استاد محمد ایاز نیازي، د دین عالم ښاغلي عبدالسلام عابد، ښاغلي ډاکتر محمد قسیم منصور، ښاغلي شریف الله ابراهیمي، ښاغلي ډاکتر مصطفي نیازي، ښاغلي ډاکتر حمیدالله نورعباد، ښاغلي ډاکتر عبدالله لودین، ښاغلي ډاکتر سراج الحق هلال یاسیني او ښاغلي عبدالحکیم مجاهد د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې.

باید وویل شي چې د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر یاد کنفرانس خورا ارزښتمن وباله کړ او یادونه یې وکړه چې په راتلونکې کې به هم د اسلامي بانکدارۍ د پرمختګ لپاره له دوی سره ورته غونډې جوړې کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په دې غونډه کې له شریک شویو نظرونو به د اسلامي بانکدارۍ د پرمختګ په برخه کې کار واخلي او په دې برخه کې به د دین له عالماوو او پوهانو سره خپلې مشورې جاري وساتي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته