د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیکو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۸:۱۹
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیکو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه غونډه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو اقتصادي پروګرامونو د هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک او په دې برخه کې د چمتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ترکمنستان چارواکي د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵ - ۱۶ نېټه د همکاریو پنځه هوکړه لیکونه د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، د مرمر ډبرو او صنعت برخه کې په هرات ولایت کې لاسلیک کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د دوست هېواد ترکمنستان له نېک نیت څخه د مننې تر څنګ یادونه وکړه چې افغانستان به د یو ستراتيژیک شریک په توګه د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې چې د سیمې هېوادونو د پرمختګ لامل شي هېڅ ډول همکاري درېغ نه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سربېره، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د ملي تدارکاتو ادارې رئیس، د مالیې او بهرنیو چارو وزارت معینانو، د کانونو او پترولیم وزارت د ټاپي پروژې نماینده او یو شمېر نورو ادارو استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته