د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ د مالي معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ د مالي معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ

د ۱۳۹۸ کال د وري ۲۴ مه- د د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ له پیسو وینځلو سره د مبارزې، د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړلو او همدا ډول د پیسو له قاچاقولو او مالي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه د همکارۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر د ملي امنیت د ریاست له مشریز پلاوي څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د دې هوکړه لیک موخه د اړوندې ادارو ترمنځ دوه اړخیزه همکاری زیاتوالی دی، څو د ترهګرۍ د تمویل مخه ډب او د پیسو وينځلو د پروسې مخنیوی ترسره شي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د دې هوکړه لیک له مخې به د تروریزم د مالي سرچینو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او مالي جرایمو په اړه د معلوماتو په ادلون بدلون کې آسانتیاوې رامنځته او د مالي جرایمو د پلټنې په اړه به همکاري او همغږي ډیره شي.

دغه راز د ملي امنیت ریاست مرستیال احمد ضیا سراج وویل چې له تروریزم سره په مبارزه کې د معلوماتو ادلون بدلون او شریکولو پروګرام له ډیر ارزښت څخه برخمن دی، او ملي امنیت اداره هم تابیا لري چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

په پاې کې د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز له ټولو اړوندو ارګانونو په ځانګړي توګه له کشفي، عدلي او قضایي ادارو څخه وغوښتل چې له پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې همکاري لا زیاته شي، او د تېر کال په پرتله سږ کال د ملي امنیت ریاست او د مالي معاملاتو او راپورونو د د څیړنې د مرکز ترمنځ د همکارۍ کچه ۳۵ سلنه زیاته شوې چې مثبتې پایلې لري.

 د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز د مشریز پلاوي سربېره د افغانستان بانک د بېلا بېلو آمریتونو آمرینو، مرستیالانو او د ملي امنیت د ریاست ګڼ شمېر استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته