د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۱:۵۷
ګرانو هیوادوالو!

ګرانو هیوادوالو!

د مخکنۍ پرېکړې او خبرتیا پر بنسټ د افغانستان بانک ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د لسو او شلو افغانیو مندرس بانکنوټونه راټول او په بدل کې یې بازار ته د ورته انواعیو درلودونکي نوي بانکنوټونه وړاندې کوي. دا پروسه نن سه شنبه د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي میاشتې له ۱۶نېټې څخه په ټول هیواد کې پیل شوې ده.

ګران هیوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته مراجعه وکړي او تر (۱۰۰۰۰) لس زره افغانیو پورې خپل مندرس بانکنوټونه پرته له کوم فیس څخه په نوو بانکنوټونو بدل کړي او د لس زره افغانیو څخه زیاتې مندرسې پیسې په خپل بانکي حساب کې جمع کړي او یا يې د خپلو تادیاتي وجایبو او اداینو په برخه کې وکاروي. بانکونه هم اړ دي ترڅو د لسو او شلو انواعیو مندرس افغاني بانکنوټونه ترلاسه او له ټاکل شوې کړنلارې سره سم یې له کوم فیس یا کمیشن څخه پرته په نوو بانکنوټونو بدل کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته