د افغانستان بانک د رئیس او مرستیالانو پېژند غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳ - ۱۲:۲۳
د افغانستان بانک د رئیس او مرستیالانو پېژند غونډه

۱۴۰۰ د وږي لومړۍ – د افغانستان بانک ریيس او مرستیالان د دې بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې ښاغلی مولوي عبدالقاهر  چې په حاجي محمد ادریس سره مشهور دی د افغانستان بانک د رئیس په توګه، مولوي عبدالقدیر مشهور په احمد او مولوي نور احمد آغا د دې بانک د مرستیالانو په توګه د ا.ا.ا د جلالتماب امیرالمومنین د نائب مولوي محمد یعقوب مجاهد د استازي له لوري معرفي شول.

د دغې غونډې په لړ کې د افغانستان بانک رئیس ښاغلي مولوي عبدالقاهر د ا.ا.ا بریا د لوی خدای ج نصرت یاد کړ او د دې لویې بریا مبارکي یې د هېواد ټول شریف ملت ته وویله.

د غونډې په اوږدو کې د افغانستان بانک رئیس په د افغانستان بانک کې د کار او خدمت پر پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به د مالي او بانکي چارو د لا پیاوړتیا په موخه په پوره امانتدارۍ سره کار کوي.

د افغانستان بانک رییس د افغانستان بانک ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له هر ډول اندېښنې پرته به خپلو دندو ته په تدریجي ډول را وغوښتل شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته