د افغانستان بانک د سرپرست او ورسره پلاوي ولایتي سفر

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۹:۲۸
د افغانستان بانک د سرپرست او ورسره پلاوي ولایتي سفر

۱۴۰۰ کب ۲۱- د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي حاجي ادریس پر مشرۍ یو پلاوي چې د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی صدیق الله خالد یې هم ملتیا کوي د روانې کب میاشتې پر ۱۸ مه نېټه له ټولو زونونو څخه د لیدنې لپاره سفر پیل کړ.

د افغانستان بانک د سرپرست پر مشرۍ پلاوی د کب میاشتې پر ۲۱ مه نېټه شمال ختیځ زون ته ورسید او د یاد زون د آمر په ملتیا یې د اړوند زون له ولایتي نمایندګیو چې کندز، تخار، بدخشان او شیرخان بندر په کې شامل دي له کړنو څارنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یادو نمایندګیو د کارکوونکو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه یې اړوندو څانګو ته د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي حاجي ادریس لخوا اړینې سپارښتنې وشوې. باید وویل شي چې له یادو نمایندګیو څخه تر لیدنې وروسته په شمال ختیځ زون کې د ټولو نمایندګیو د استازو په ګډون د چارو د لا همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه. د دې غونډې په اوږدو کې هر اړخیز بحثونه تر سره شول او د افغانستان بانک د سرپرست لخوا د غونډې ګډوالو ته اړینې لارښوونې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د اړوند زون له کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د خلکو لپاره د خدمت په موخه خپلې چارې په پوره صداقت، اخلاص او مسئولیت سره تر سره کړي.

د زون کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې د چارو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي او په پوره رېښتنولۍ سره به د خلکو لپاره خدمت کوي.

د یادونې وړ ده چې د دې سفر موخه په چارو کې چټکتیا، هغمږي او له نږدې څخه د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو د ستونزو لیدل او د دوی مشکلاتو ته د حل لارو موندل دي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس او ور سره پلاوي سفر د هیواد نورو زونونو او نمایندګیو ته دوام لري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته