د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو پالیسیو په هکله د کابل پوهنتون محصلینو لپاره یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۵:۴۹
د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو پالیسیو په هکله د کابل پوهنتون محصلینو لپاره یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

 د ۱۴۴۵ جمادی الاول ۲۹- د افغانستان بانک د خپلو اکاډمیکو همکاریو په دوام نن د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو پالیسیو، د اداینو سیستمونو او د مالي شمولیت د څرنګوالي په تړاو د کابل پوهنتون د اقتصاد، مالي او بانکي، او عامه مدیریت پوهنځیو محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.

د دغه ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي معراج محمد معراج له پوهنتونونو او علمي ټولنو سره د افغانستان بانک د علمي همکاریو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه او پوهنتونونه د ځوان کهول، چې د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې ډېره ونډه لري، د مسلکي پوهې لوړولو او د هغوی د روزلو په برخه کې ارزښتناک رول لوبوي. هغه وويل هغه ځوانان چې په پوهنتونونو کې اقتصادي، مالي او بانکي مسايل په نظري ډول زده کوي، عملي روزنې ته اړتيا لري او د افغانستان بانک د دې نوښت عملي کولو ته ملا تړلې او د هېواد د مسلکي ظرفيتونو په لوړولو کې به خپله دنده ترسره کړي.

همداراز، ښاغلي معراج زیاته کړه چې د افغانستان بانک توانیدلی چې په تېرو دوو کلونو کې د ملي پیسو د ارزښت د ثبات ساتلو او له دې لارې د داخلي بیو د ټیکاو تامینولو په برخو کې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره خپله دنده په غوره توګه ترسره کړي چې په پایله کې یې اوسمهال افغانۍ د نړۍ ترټولو باثباته پولي واحدونو څخه ده چې دا پرمختګ د افغانستان بانک لخوا د اغېزناکو پولي پالیسیو پلي کول په ګوته کوي. نوموړي همداراز د اداینو سیستم او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د محصلینو رول یې د دې برخې په وده او پرمختګ کې مهم وباله.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمریت د پولي سکتور عمومي مدیر ښاغلي محمد شعیب رشیدي په هېواد کې د پولي سیاست د تطبیق، د کورنیو بیو د ثبات ساتلو، او د هیواد اقتصادي وضعیت او د تبادلې نرخ په پام کې نیولو سره د پیسو د عرضې او کنټرول په هکله پریزنټیشن وړاندې کړ.

د دغه ورکشاپ په بله برخه کې د اداینو سیستم لوی آمر ښاغلي اسدالله مشفق ګډونوالو ته پریزنټیشن وړاندې کړ او د اداینو سیستم د موخو، دندو او مسؤلیتونو په تړاو يې خبرې وکړې. همداراز، هغه د برېښنايي بانکوالۍ د اهمیت، د اعتباري کارتونو پر مټ د اداینیزو آسانتیاوو برابرولو او له هر ډول فساد څخه پاکې او ښې حکومتوالۍ کې يې د رول په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت مرستیال او سرپرست ښاغلي خالد واحدي مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي د زیاتولو، په ځانګړې توګه یادو خدمتونو ته د بې وزلو او ټیټ عاید لرونکو خلکو د لاسرسي، د مستهلکینو د حقونو تامینولو، د خلکو د مالي پوهې لوړولو او د بانکي محصولاتو د کاروَنې د ترویج په برخه کې د اکاډمیکو بنسټونو د رول په تړاو ګډونوالو ته پریزنټیشن وړاندې کړ.

د دغه ورکشاپ په پای کې د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي خبرې وکړې او د افغانستان بانک څخه یې د داسې علمي پروګرامونو د جوړولو له امله د مننې او قدردانۍ څرګندونه وکړه او د ورته همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ همدا ډول هغه له محصلینو څخه وغوښتل چې د دې ورکشاپ منځپانګه د خپلو ملګرو او کورنیو سره شریکه کړي او د مالي شمولیت په برخه کې خپل ګټور رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته