د افغانستان بانک سرپرست د بریښنایي اداینو د شرکتونو له استازو سره ولیدل

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۵
د افغانستان بانک سرپرست د بریښنایي اداینو د شرکتونو له استازو سره ولیدل

۱۳۹۹ مرغومی ۲۷- د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د بریښنایي اداینو د شرکتونو له استازو سره ولیدل.

د دې لیدنې په ترڅ کې له ګډون کوونکو استازو څخه هر یو یې د بریښنایي ورکړو د جوازونو د اخیستلو په برخه کې شته ستونزې او ننګونې د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د مناسبو حل لارو غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلي اجمل احمدي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې د افغانستان بانک په دې هڅه کې دی څو په هېواد کې د اداینو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بریښنایي ورکړو د ودې زمینه برابره کړي، ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به شته ننګونو ته رسیدنه وشي.

د افغانستان بانک له همدې کبله ډاډ ورکوي چې د بریښنایي اداینو د سیستم ودې لپاره د زمینې برابرولو او د مناسب او معیاري چاپیریال د رامنځته کولو کې په موخه به د هېواد د مالي، بانکي او اداینو د سکتور اړوندو قوانینو په اډانه کې بې دریغه هلې ځلې وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته