د افغانستان بانک سرپرست د مالي سکتور د ټینګښت او پولي سیاستونو د تطبیق په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه د هېواد د جلالتمآب ولسمشر حضور ته راپور وړاندې کړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۸:۱۷
د افغانستان بانک سرپرست د مالي سکتور د ټینګښت او پولي سیاستونو د تطبیق په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه د هېواد د جلالتمآب ولسمشر حضور ته راپور وړاندې کړ

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د هېواد له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني سره ولیدل او د افغانستان بانک د وروستیو کړنو په اړه یې راپور وړاندې کړ.

د دې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د اغېزناکو پولي سیاستونو د تحقق او د مالي او بانکي نظام د ټینګښت په برخه کې د جوړښتیزو اصلاحاتو، له نړیوالو پولي او مالي بنسټونو سره د هېواد د مالي کړنو د میکانیزه کولو په برخه کې د ژمنو د تطبیق او د سوداګریزو بانکونو له لوري خصوصي سکتور ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې د افغانستان بانک پر لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د هېواد ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د مالي نظام د ټینګښت او ټیکاو او د کرونا په دې حساسو شرایطو کې چې هېواد او ټوله نړۍ ور سره لاس او ګریوان ده او دا مهال له یو ستونزمن پړاو څخه تېريږي د معقولو پولي سیاستونو د طرحو او تطبیق په برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي له هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، بانکونه د کوچنیو او منځنیو پانګو اچونو لپاره د پورونو په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو سره کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې اغېزناک رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته