د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۹:۳۲
د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۰ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یونما له مشرې آغلې روزا اوتونبایوا سره ولیدل او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د هېواد ټولو برخو د مالي خدمتونو پراختیا اړینه یاده کړه او دا یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې د ارزښت وړ وبلله.

ښاغلي نور احمد آغا په دې غونډه کې وویل د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه وغځوي او په دې وسیله ټول هېوادوال و کولای شي چې له دې خدمتونو څخه په مساویانه توګه برخمن شي. نوموړي وویل د افغانستان بانک د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره داسې مقرره رامنځته کړې ده چې په پلې کېدو سره به یې یاد هدف په ښه ډول تر لاسه شي.

د ښاغلي نور احمد آغا په خبره دې برخې ته د همکارو مؤسساتو پاملرنه کولای شي خلکو ته د دندو په رامنځته کولو او بې‌کارۍ کچې را ټیټولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا د اوسني عصر اړتیا یاده کړه او په دې برخه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د مخکښو هېوادونو او مؤسساتو له تجربو د ګټې اخیستنه مهمه وبلله، نوموړي وویل د افغانستان بانک ژمن دی چې دې برخې ته پراختیا ورکړي او په هېواد کې پر شرعي اصولو د ولاړو مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې هم د مالي خدمتونو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کولو  په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او دا برخه یې د افغانستان د خلکو لپاره د خورا ارزښت وړ یاده کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته