د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د یوناما د مشرې لیدنه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۲۳
د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د یوناما د مشرې لیدنه

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د یوناما له مشرې آغلې روزا اوتونبایوا سره ولیدل او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، ترڅو درانه هېوادوالو وکولای شي چې په آسانه ډول ارزانه او غوره کیفیت لرونکو مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

ښاغلي بدري وویل د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره مقرره جوړې شوې ده چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه ډول کوچني پورونه تر لاسه کړي. د ښاغلي بدري په خبره کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بیوزلۍ کچه کموي او د ندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې آغلې روزا اوتونبایوا هم مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او د یوناما له مشرې سره راغلي پلاوي هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1448 محرم‌ الحرام 19 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1448 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 20 نېټه (1405/04/15) د دوشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۰
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د استازي ترمنځ الوداعي غونډه ترسره شوه

۱۴۴۸ د محرم الحرام ۱۵ مه -  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي ښاغلي سټیفن روډریګز او ورسره مل پلاوي ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرو او درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې افغانستان ته د سیمه‌ییزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي.

درنو هېوادوالو!

هر هېواد خپل ملي پولي. . .

بېرته خبرونه ته