د افغانستان بانک "له نمایندګۍ پرته د بانکدارۍ" نوی موډل جوړ کړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۹:۵۶
د افغانستان بانک "له نمایندګۍ پرته د بانکدارۍ" نوی موډل جوړ کړ

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه –د افغانستان بانک د مالي او عامه خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د مالي نظارت له عمومي آمریت او د افغانستان د تادیاتو سیسټم سره په ګډه همکارۍ "له نمایندګۍ پرته د بانکدارۍ "نوی موډل جوړ کړی دی.

په هغه غونډه کې چې د مالي او عامه خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت له لوري د دې موډل څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه،په کې د یاد آمریتد آمر ښاغلي میر احمد شکیب له لوري د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو د یاد موډل په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ټاکل شوې ده چې د یاد موډل مقرره تر بیا کتنې او نهایي کېدو وروسته د افغانستان بانک د عالي شورا له لوري منظور او چارې یې په عملي ډول پیل شي.

د دغه نوښت له مخې سوداګریز بانکونه کولای شي په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د بانکي خدمتونو د پراختیا لپاره له نمایندګۍ پرته بانکداري رامنځته کړي او خلکو ته د خپلو نمایندګانو په وسیله خدمتونه وړاندې کړي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو هېوادوالو ته د مالي خدمتونو په برخهکې پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته