د افغانستان د صنایعو او کانونو خونو له پلاوي سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۴۰
د افغانستان د صنایعو  او کانونو  خونو له پلاوي سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

۱۴۰۰ کال د وري ۲۹ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونو له پلاوي سره ولیدل او د بانکونو له لوري صنعتکارانو او د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو  لپاره د پورونو د ورکړې د آسانیتا پروګرام په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو، په خوندي، ډاډمن او بېړني ډول د مالیاتو د ورکړې لپاره د اداینو د سیستم پر برېښنایي کولو او د هېواد د اقتصاد د رسمي کولو او له فساد څخه د مخنیوي په برخه کې د یاد سیستم پر رول خبرې وکړې. نوموړي ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي.

ورپسې د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونو رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د صنعت په رول د خبرو تر څنګ د سوداګرۍ او صنعت وزارت د چوکۍ پر مهال د ښاغلي اجمل احمدي د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه هغه مهال د ښاغلي احمدي په هڅو له افغان ملي بانک سره یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ یې صنعتکارانو ته په لږې ټکټانې سره پورونه برابر شول.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونو پلاوي د هېواد په اقتصادي برخه په ځانکړې توګه د بانکوالۍ سکتور د پرمختګ او پراختیا په برخه کې د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي مننه او قدرداني وکړه او نوموړي ته یې د تقدیر دړه ورکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته