د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د کارکوونکو لپاره د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۸:۴۲
د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د کارکوونکو لپاره د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه ورکشاپ جوړ شو

د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د ۱۵ تنه کارکوونکو لپاره د ۱۳۹۸ کال د غبرګولۍ میاشتې له ۲۰ نیټې تر ۲۲ نیټې پورې د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ (Financial Consumer Protection)  درې ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

په دې ورکشاپ کې د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه د نړیوالو سالمو اصولو، مفاهیمو، لارښوونو او تګلارو په اړه خبرې اترې وشوې او د دې ترڅنګ ګډون کوونکو ته د هغه لارښوود په اړه معلومات وړاندې شو چې د افغانستان بانک لخوا د مالي سکتور د مشتریانو د حقونو د ملاتړ او تامینولو لپاره جوړ شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د پروګرام په پای کې د ورکشاپ د ګډون کوونکو لپاره تصدیق لیکونه هم وویشل شو.  

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته