د بانکي نظام د ټینګښت لپاره د افغانستان بانک د هلو ځلو په دوام په لغمان او نورستان ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو جوړېدل

په نورستان او لغمان ولایتونو د بانکي نظام د ټینګښت په تړاو د دې ولایتونو د ولایتي چارواکو، سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو استازو، اصنافو او قومي مخورو او مشرانو په ګډون بلېې بېلې غونډې جوړې شوې.
په یادو غونډو کې د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکي سکتور پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وشوې او د غونډې ګډونوالو د هېواد له بانکي سکتور څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د مالي او بانکي سکتور د لا ټینګښت او پیاوړتیا لپاره له بېلابېلو لارو هلې ځلې وکړي.