د تېرې فاسدې ادارې د ځینو اشخاصو څخه تر لاسه شوې نغدې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۱۵:۲۵
د تېرې فاسدې ادارې د ځینو اشخاصو څخه تر لاسه شوې نغدې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې

۱۴۰۰ د تلې ۱۷ مه – د افغانستان بانک هغه نغدې پیسې چې د ا.ا.ا د مسئولینو له لوري په پنجشیر، خوست، کابل او لوګر ولایتونو کې نیول شوې وې او د دې بانک په خزانه کې ساتل کېدې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته (۳۰۰۰۲۰۸۲۰۳۰۴۱) ته ولېږدول شوې.

هغه مهال چې دا پیسې د افغانستان بانک ته سپارل کېدې د افغانستان بانک مسئولینو یادونه کړې وه چې د ا.ا.ا کسان امانتداره او ژمن خلک دي او پر همدې بنسټ ټولې نیول شوې نغدې پیسې چې په خوندي ډول د افغانستان بانک خزانې ته سپارل شوې وې د مالیې وزارت حساب ته ولېږدول شوې.

د پیسو ډول او کچه:

۸۶،۱۶۴،۳۵۰ افغانۍ

۱۵،۹۹۵،۳۷۷ امریکایي ډالر

۷،۴۵۰ یورو

۳۰،۳۵۰ هندۍ کلدارې

۳۰۰ د عربو د متحده اماراتو درهم

باید وویل شي یوه اندازه سره زر چې د یادو پیسو سره یو ځای نیول شوي وو، د افغانستان بانک په خزانه کې د امانت په ډول ساتل کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د دولت د بانکدار په توګه ژمن دی چې له امانتونو په ښه ډول ساتنه وکړي او کړې ده چې د اړتیا پر مهال یې د قانون په رڼا کې اړوندو ادارو ته وسپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

بېرته خبرونه ته