د خوست له ولایتي مسئولینو سره د افغانۍ د دودولواو کمپاین په اړه لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۵:۳۱
د خوست له ولایتي مسئولینو سره د افغانۍ د دودولواو کمپاین په اړه لیدنه

خوست، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۸ مه – د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون د آمریت استازو د خوست ولایت مقام له مسئولینو سره په یاد ولایت کې د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو او عملي کمپاین د پیل په اړه لیدنه وکړه.

په یادې لیدنه کې چې د سویل ختیځ زون آمر ښاغلي الحاج معلم شاه نیکیار د خوست ولایت د مقام له مرستیال ښاغلي عبدالواحد پټان سره درلوده، په خوست ولایت کې د اسعارو پرځای د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو د کمپاین په ارزښت او په یاد ولایت کې په دې اړه د کمپاین په اړه هر اړخېزې خبرې وشوې.

باید وویل شي چې د خوست ولایت مقام مسئولینو له تېرو څو ورځو را په دېخوا په یاد ولایت کې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې داسعارو په راکړه ورکړه بندیز لګولی او له خلکو او سوداګرو یې غوښتي چې د بهرنیو اسعارو پرځای دې له افغانۍ بانکنوټونو ګټه پورته کړي.

پاتې د نه وي چې د خوست ولایت مقام دا پرېکړه د یاد ولایت د اوسېدونکو له تاوده هر کلي سره مخ شوې ده او هیله یې ښودلې ده چې له دې وروسته به په دې ولایت کې په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو له افغانۍ بانکنوټونو کارولو ګټه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک چارواکي هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو د افغانۍ بانکنوټونو د دودېدو لپاره کار وکړي، ترڅو وکولای شي د هېواد په ټولو برخو کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونیسي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته