د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لمانځغونډه او انځوریز نندارتون جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۶:۲۰
د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لمانځغونډه او انځوریز نندارتون جوړ شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ مه –په افغانستان بانک کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لمانځغونډه او انځوریز نندارتون جوړ شو.

دا لمانځغونډه او انځوریز نندارتون چې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوي وو، په کې د دې بانک د مشرتابه پلاوي سربېره د بېلابېلو آمریتونو آمرینو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر هېوادوالو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د آزادۍ په ارزښت او د شاه امان الله خان په اقتصادي فعالیتونو خبرې وکړې.

ښاغلي نوشېر زیاته کړه چې شاه امان الله خان په خپله لس کلنه دوره کې ګڼ شمېر اقتصادي فعالیتونه تر سره کړل او د هېواد د اقتصادي رغښت لپاره یې اوږد مهاله پلانونه جوړ کړل.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې یادونه وکړه چې غازي امان الله خان د اقتصاد په برخه كې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ؛ د ملي اقتصاد په نوم یوه اداره یې رامنځته کړه؛ په هېوادکې د لومړي ځل لپاره کاغذي بانکنوټونه چاپ شول او ګڼ شمېر نور اقتصادي فعالیتونه تر سره شول.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم د غونډې ګډونوالو او ټولو هېوادوالو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ مبارکي وویله، د آزادۍ په ارزښت او اقتصادي پرمختګونو یې خبرې وکړې.

پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک له لوري د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جوړ شوي نندارتون کې بېلابېل انځورونه نندارې ته اېښودل شوي وو، چې د دې بانک د کارکوونکو ترې لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د را رسېدو په ویاړ دېته ورته ګڼ شمېر پروګرامونه په لاره اچولي دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته