د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۷ - ۱۲:۴۴
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د وږي ۷ – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي ملا عبدالقاهر ( محمد ادریس) په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د دې بانک په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو د چارو پر پیل، د بانکونو پر امنیت او د دې بانکونو ستونزو ته د حل لارو پر پیدا کولو خبرې وشوې، په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس سوداګریزو بانکونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک دروازې تل د دوی پر مخ پرانیستې دي.

ښاغلي ملا عبدالقاهر وویل، د افغانستان بانک له لوري سوداګریزو بانکونو ته د ورکړل شوي مکتوب پروسه چې له مخې یې پېرودونکي کولای شي په اونۍ کې ۲۰۰ امریکایي ډالر یا ۲۰ زره افغانۍ تر لاسه کړي دا پروسه لنډ مهاله ده.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د رهبري هیئت سربېره د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د اتحادیې مسئولینو او د نوي کابل بانک، افغان ملي بانک، غضنفر بانک، پښتني بانک، د افغانستان نړیوال بانک، عزیزي بانک، میوند بانک، افغان یونایټډ بانک، د افغانستان اسلامي بانک، الفلاح بانک، د کوچنیو پورونو لومړنی بانک، د پاکستان نشنل بانک استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته