د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیز او پوهاوي پروګرام جوړېدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۹:۷
د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیز او پوهاوي پروګرام جوړېدل

۱۳۹۹ د کب ۲۵ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د صرافانو او د پولي خدمتونو  وړاندې کوونکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د کړنو د میکانیزه کولو په لړ کې دا ځل، د اړوندو قوانینو، مقرراتو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولو د ګټو په برخه کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د پوهاوۍ د کچې د لوړولو په موخه د کابل ښار ګڼ شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته روزنیز او د پوهاوي پروګرام جوړ کړ.

د دې پروګرام په اوږدو  کې د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولو او د شرکتي جوازونو د ګټو او په شرکتي جواز د انفرادي جواز د بدلون د بهیر او په دې پروسه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د دې روزنیز پروګرام په بله برخه کې د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزي د قوانینو، مقرراتو او معیارنو او په دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د افغانستان پر ژمنو خبرې وشوې او په اړه یې اړین توضیحات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له لوري د پوهاوي او روزنې دا پروګرام به څو ورځې دوام ولري او زیات شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته به په کې روزنه او پوهاوی ورکړل شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته