د صرافانو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۵:۵۲
د صرافانو له استازو سره غونډه

۱۴۴۴ د جمادي الثاني۲۱ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو له استازو سره د چارو د همغږۍ او کړنو د میکانیزه کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د صرافانو له استازو وغوښتل چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ټولې کړنې تر سره کړي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال یادونه وکړه چې د ډالرو قاچاق د ټول ملت په زیان دی او پر ټولو لازمه ده چې مخنیوی یې وکړي، نوموړي زیاته کړه هغه کسان چې د ډالرو په قاچاق او نورو غیر قانوني کړنو کې ښکیل وي قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې وړ  ده چې د صرافانو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مشرتابه سره شریک کړل چې په دې وړاندیزونو کې د صرافانو لپاره د افغانستان بانک د نوي جوړ شوي طرزالعمل په اړه د سیمنارونو جوړول او یو شمېر نورې ستونزې او وړاندیزونه شامل وو. پدې غونډه کې د افغانستان بانک د مشرتابه لخوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د دوی ستونزو ته د رسېدنې ژمنه وشوه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د بانکونو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت، د بازار د عملیاتو لوی آمر ښاغلي محمد عباس سامح او  د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته