د همغږۍ عالي کمیسیون شپږمه غونډه تر سره شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۵:۴۸
د همغږۍ عالي کمیسیون شپږمه غونډه تر سره شوه

د  ۱۴۴۴ کال د صفر المظفر ۱۰ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) په مشرۍ  چې په ورته وخت کې AML/CFT  رژیم د تطبیق د مالي‌ او اقتصادي جرایمو څخه د مخنیوي د هغمږۍ عالى کمیسیون رئیس هم دی غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادريس یادونه وکړه چې د پیسو وینځل د هغو سازمان شویو جرمونو څخه دي چې نن سبا یې د نړۍ پام ځان ته را اړولی دی او اسلامي تعلیمات او ارشادات له ابتدا څخه هڅه کوي چې د حرامو اعمالو په پایله کې لاسته راغلې شتمنۍ د جرم په توګه و پېژني او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

د نوموړي په خبره د یو عادل نظام او د با مسئولیته واکمنانو په توګه باید زمونږ ګډې هڅې دا وي چې د مالى جرمونو پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړو او له منفي اغېزو یې تر ډېره برېده مخنیوی وکړو.

ښاغلي رئیس وویل چې د مالي اقداماتو ګروپ (FATF) سپارښتنې تطبيق کولای شي د افغانستان د مالي سکتور د راتلونکې ارزونې په برخه کې مرسته وکړي او په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب خوندي او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل زمینه مساعده کړي.

ورپسې د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز کاري ټيم د دې مرکز د خپلواکۍ، د دندو، مسئولیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د په دې غونډه کې د مالیې، عدلیې، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو د لوى ریاست او لویې څارنوالۍ استازو ګډون کړی وو چې هر يو په خپل وار سره د ياد مرکز لاسته راوړنې وستايلې او له خپله اړخه یې د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته