د هېواد په ختیځ زون کې د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۳:۱۸
د هېواد په ختیځ زون کې د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۲۳ – د ختیځ زون په ننګرهار ولایت کې د افغانستان بانک په نوښت غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو د محترمو ولایتي چارواکو په شمول د ګڼ شمېر حکومتي ادارو چارواکو، سوداګرو، پانګوالو، سیمه ییزو متنفذینو، صرافانو، اصنافو او د خصوصي سکتور واک لرونکو استازو ګډون کړی وو چې د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو معیاري کولو، د افغانۍ ترویج او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي په اړه يې خبرې اترې وکړې او له یو بل سره یې نظرونه شریک کړل.

د دې غونډې په پیل کې د ننګرهار محترم والي الحاج مُلا محمد نعیم آخند خبرې وکړې او میلمنو او د افغانستان بانک پلاوي ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان بانک د کړنو، په ځانګړي ډول د افغانۍ نرخ د ثبات ستاینه وکړه، په راکړه ورکړه کې یې د افغانۍ پر کارونه ټینګار وکړ او له خلکو، په ځانګړې توګه له سوداګرو او متشبثینو څخه یې وغوښتل چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانۍ څخه کار واخلي.

ورپسې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د پولي سیاستونو د مؤثر تطبیق، د افغانۍ ترویج، د بانکي سکتور ملاتړ، د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د بانک د نورو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د یادو سکتورونو د ښه‌والي په برخه کې یې د علماوو، سیمه ییزو متنفذینو، سوداګرو او خلکو ونډه مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان بانک سره د خپلو پالیسیو په مؤثر تطبیق کې همکاري وکړي.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په بله برخه کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او همداراز معیاري، آسانو او مناسبو مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د افغانستان بانک له لومړیتوبونو څخه وبلل او څرګنده یې کړه چې د دې پروسو ترسره کول او پلي کول د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. ښاغلي بدري زیاته کړه چې د دې ډول مشورتي غونډو جوړول د یادو برخو پراختیا ته لاره هوارولای شي.

د دغې غونډې په دوام کې د بانکي سکتور د اوسني حالت او د راتلونکي اصلاحي پلانونو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیمولو په اړه ګډونوالو ته ګټور پریزنټیشنونه وړاندې او په هکله یې خبرې اترې او بحثونه وشول.

د غونډې جمع بندي د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد لخوا ترسره شوه او د افغانۍ د ترویج، د راکړې ورکړې پر مهال د افغانۍ د سمې کاروَنې او ساتنې، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په شمول د غیر بانکي مالي مؤسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او د بانکي سکتور د ملاتړ په اړه یې لنډې خبرې وکړې. همداراز، هغه د دې پروګرامونو په بریالیتوب کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخو کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار ولایت د اصنافو ټولنې د مشر ښاغلي باز محمد ځوانمل له لوري د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري ته د غوره خدمتونو او افغانۍ د ثبات ساتنې په موخه د عزت لونګۍ په سر کړل شوه او د افغانستان بانک د لاسته راوړنو ستاینه وشوه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته