رسنیزه اعلامیه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۵
رسنیزه اعلامیه

۱۳۹۹ د سلواغې ۱۸

د افغانستان بانک له نړیوالو شریکانو سره د کړو ژمنو پر بنسټ او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په موخه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتي کول تر لاس لاندې نیولي دي.

شرکتي ته د انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د حقوقي جوړښت بدلول کوم ستونزمن کار نه ده، بلکه اکثرو صرافانو لپاره انفرادی او شرکتی ورته پروسه ده. شرکتی جوازونه ډېرې اسانتیاوې هم لري چې ځینو ته یې په لاندې توګه اشاره  شوې ده.

- تاسو د شرکتي جواز په ترلاسه کولو سره یوازی ثابته مالیه ورکوی،

- شرکتی جواز د کلنی بیلانس وړاندې کولو ته اړتیا نه لري،

- شرکتی جواز اوس څو نفری د نظار پلاوي ته اړتیا نلري، یوازی مالک د جواز کولی شی د نظار پلاوي و اووسی،

- شرکتي جواز د اعتبار د ختمیدو نېټې پرته ورکول کیږي،

- د شرکتي جواز په اخیستلو سره کولای شئ د هېواد په هر ګوټ کې نماینده ګي پرانیزئ

- هغه کسان چې شرکتي جوازونه اخلي د سر تضمین او لوړو زده کړو ته اړتیا نلري،

په همدې موخه، د افغانستان د ټولو صرافانو او پولي خدمتونو وړاندی کوونکو څخه غوښتنه کوو څو له دې ملی بهیره ملاتړ وکړي، شرکتی جوازونه واخلی او له اسانتیاوو یی برخمن شی. د یادولو وړ ده چی د صرافانو د سرتاسري اتحادیی او سرای شهزاده رهبری اکثرو شرکتی جوازونه اخیستی دی. د افغانستان بانک په تیرو څو هفتو کی د سلو په شاوخوا کی شرکتی جوازونه صادر کړي او اوس هم دا پروسه د هیواد په ګوټ ګوټ کی دوام لري.

په هره طریقه او هره وسیله د دې بهیر سبوتاژ کول د هېواد د ملي ګټو پر ضد دي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته