په بانکي خدمتونو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۳:۳
په بانکي خدمتونو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د سوداګریزو بانکو او سوداګرو ټولنې له استازو سره د بانکونو په خدمتونو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د سوداګریزو بانکونو او سوداګرو له استازو سره د بانکونو د قوانینو او مقررو په اړه خبرې وکړې او د بانکي خدمتونو په برخه کې یې د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په یاده غونډه کې چې د سوداګریزو بانکونو او سوداګرو استازو هم په کې ګډون کړی وو، یادو استازو خپلې ستونزې د افغانستان بانک له سرپرست او لومړي مرستیال سره شریکې کړې.

د یادو استازو د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د افغانستان د بانکونو ټولنې ته سپارښتنه وکړه چې د سوداګریزو بانکونو او سوداګرو ټولنې له استازو سره دېګډه غونډه جوړه کړي، ترڅو وکولای شي د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې غوره تګلارې رامنځته کړای شي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونود استازو سربېره د افغانستان د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او سوداګرو ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته