په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۵
په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ د محرم الحرام ۱۶ مه – د افغانستان بانک له لوري (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۲) انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.

د یادو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند وویل د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه د یو معلوم طرزالعمل په اساس را ټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه د بانکنوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس او له کاره ولوېږي، د افغانستان بانک دویم مرستیال له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.

د یادونې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لویدلي مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو د استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ځانګړې کرې ته انتقال او وسوځول شول.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته