په کاتب پوهنتون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړشو

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۱:۱۵
په کاتب پوهنتون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړشو

د افغانستان بانک په کاتب پوهنتون کې د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

 د دې ورکشاپ د جورېدلو موخه د عامه پوهاوۍ لپاره د رهني مالونو د حقونو د ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستمونو پېژندل ګڼل کیږي.

 په پیل کې د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمر، ښاغلي ډاکټر سید عزیز سادات د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولومالونو د رهني حقونو د ثبت سیستمونو معرفی کړل او د یادو سیستمونو د ارزښت او د سوداګرۍ او پانګونې په وده کې د هغه د رول، د پور ورکولو د پروسې د چټکتیا او په پور ورکونه کې د وخت او لګښت د سپمولو په اړه وضاحت وړاندې کړ.

ښاغلي سادات زیاته  کړه چې د یاد ورکشاپ د جوړولو موخه د بانکونو، مالي مؤسسو او نورو پور ورکوونکو مؤسسو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي چې د دې سیستمونو له جوړیدو څخه مخکې د زیاتو ادارو لپاره مالي وجوهو ته لاسرسۍ ستونزمن ؤ چې د یادو سیستمونو په جوړیدو سره یې مالي وجوهو ته د لاسرسۍ د زیاتوالی په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو استازو هر یو په خپل وار سره د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو لخوا د رامنځ ته شویو آسانتیاوو او د اړوندو بانکونو د پور ورکولو په شرایطو خبرې وکړلې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته