ښاغلي اجمل احمدي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید میریدوف سره ولیدل

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲۰
ښاغلي اجمل احمديد ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید میریدوف سره ولیدل

۱۳۹۹ د مرغومې ۲۰ ـ د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ترکمنستان له پلاوي سره چې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي رشید میریدوف په مشرۍ د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې د همکاریو د هوکړه لیکونو د لاسیکولو په موخه افغانستان ته راغلي وو، ولیدل.

د دې لیدنې په اوږدو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سالمو بانکي اړیکو باندې د بحث ترڅنګ افغانستان ته د ترکمنستان د غازو د لېږد د پروژې (TAPI)،  د ترکمنستان – افغانستان د ریل پټلۍ د مناسبو حقوقي ستراتیژیو د ټاکلو او سنجش اومالي تمویل د برخو او د لاجوردو د لارې د کار د پرمختګ په تړاو بحث او نظرونه تبادله شول.

ښاغلي اجمل احمدي له دوست هېواد ترکمنستان څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د ترکمنستان هېواد له پلاوي سره د پرمختیايي ـ اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او له اړوندو خواوو یې وغوښتل څو د پروژو د اجرائیوي بهیر د چټکتیا په برخه کې ګډې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ په افغانستان کې مېشت د هغه هېواد سفیر او د پروژې(TPCL) اجرائیوي رئیس هم ګدون درلوده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته