کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي کڅوړه را ورسېده

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۲:۳۲
کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو  نغدي کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۱۳ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویم ځل دی چې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې په نغدي ډول افغانستان ته را رسېږي.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته