د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په کابل کې مېشت د ایران له سفیر سره ولیدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۲:۵۸
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په کابل کې مېشت د ایران له سفیر سره ولیدل

کابل، ۱۳۹۸ د زمري ۱۶ـ د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر په کابل کې مېشت د ایران له سفیر سره غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د سوداګریزو او بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. په کابل کې مېشت د ایران سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي وویل چې ایران له دوست هېواد افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته لېواله دی، هیله مند یم چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه ترسره شي.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړی مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه هر هغه څه چې د شته قانون او مقرراتو په اډانه کې ترې وغوښتل شي، همکاري به وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د مالي او بانکي چارو سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات، د مالي چارو د څارنې لوی آمر ښاغلي محمد سلیم صلاح، د مالي راپورونو او معلوماتو د څېړنې د مرکز لوی آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي او د افغانستان بانک د بازار عملیات لوی آمر ښاغلي نجیب الرحمن هم ګډون کړی ؤ.    

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته