ولسمشر د هېواد د اداینو د برېښنايي کېدو بهیر وستایه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۸:۹
ولسمشر د هېواد د اداینو د برېښنايي کېدو بهیر وستایه

۱۳۹۹ د سلواغې ۲۹ – د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه جوړه شوه چې په اوږدو کې یې د نورو مهمو مواردو ترڅنګ د هېواد د اداینو د سیستمونو د برېښنايي کېدو په تړاو چې د افغانستان بانک لخوا ترسره شوی او باید پراختیا ومومي، بحث او خبرې اترې وشوې.

په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د کوچنیو او سترو اداینو د برېښنايي کولو کار شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوی او اوس مهال ټول دولتي او خصوصي بانکونه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو سیستمونه، همدا ډول کابو څلور زره بازارونه او هټۍ له دې سیستم سره نښلول شوي دي. همدا ډول نوموړي زیاته کړه چې نږدې راتلونکي کې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشونو اداینه هم له همدې لارې ترسره شي چې د هغوي لپاره ډېره ګټوره اسانتیا ده او د وخت په تیریدو سره به نغدي اداینې چې د پیسو د زړیدو لامل هم کیږي، له منځه ولاړې شي او خپل ځای به برېښنايي اداینو ته پریږدي.

همدا ډول ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د دې اسانتیا په کارونې سره به د دولت عواید په برېښنايي ډول د سندونو له طې مراحلو پرته د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم لخوا راټول او اجراء شي او همدا ډول د ډاډمنتیا په موخه پیغامونه او یادې معاملې په برېښنايي توګه د مالیې وزارت سیستمونو ته لیږدول کیږي.

ورپسې جلالتماب ولسمشر د هېواد د اداینو د سیستمونو د برېښنايي کولو په برخه کې د افغانستان بانک اقدامات وستایل او زیاته یې کړه چې د اداینو د سیستمونو برېښنايي کول او له دې لارېد دولت د عوایدو راټولول د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو ډېر ارزښتناکه ګام ګڼل کیږي.

د افغانستان بانک؛ دولت، مالي سکتور او درنو هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی او له همدې کبله یې تل هڅه کړې څو د نړیوالو منل شویو او غوره معیارونو پر بنسټ په هېواد کې بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان بانک دا ځل د اداینې د سیستمونو د عصري کولو د پروژې په پلې کولو سره په دې توانیدلی څو د کوچنیو اداینو په ګډون چې د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو، POS ماشینونو، د موبایل له لارې اداینې او د بانکونو ترمنځ د لویو اداینو سیستم (ATS) له لارې د پیسو د ترلاسه کولو او لیږلو په موخه د اداینو د ورځنیو وسیلو په کارونې سره د خپلو دوو جلا سیستمونو له لارې د اداینې خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته