د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په غونډه کې د افغانستان بانک د سرپرست ګډون

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۸:۴۶
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په غونډه کې د افغانستان بانک د سرپرست ګډون

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د یو ویډیو کنفرانس له لارې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په غونډه کې ګډون وکړ او د هېواد د اداینو د سیستمونو د برېښنایي کولو او په دې برخه کې یې په نورو جوړښتي سمونونو یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د اداینو د برېښنایي کولو پر ارزښت او د سوداګریزو مالونو د ترخیص د پروسې پر چټکتیا، له فساد څخه په مخنیوي او د خصوصي سکتور د کار او بار پر پراختیا خبرې وکړې، ژمنه یې وکړه چې له وړاندې د ټاکل شوي پلان پر بنسټ به د افغانستان د اداینو سیستم د برېښنایي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د هېواد مالي او د اداینو نظام به پر نړیوالو منل شویو معیارونو برابروي.

ورپسې د اروپایي هېوادونو ګډونوالو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو، په خپلو هېوادونو کې د اداینو د برېښنایي کولو له تجربو، په دې برخه کې له نویو پرمختګونو له تکنالوژۍ څخه چې وکولای شي د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو او ورکړو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي یادونه وکړه، ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې تخنیکي مرستې او معلومات شریکوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته