د افغانستان بانک سرپرست، د صرافانو د یووالي شورا د رهبرۍ له غړو سره وکتل

۱۴۰۰ د زمري ۲۳ – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د یووالي شورا له غړو سره ولیدل او د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو پر فعالیتونو د روان امنیتي وضعیت پر اغیزو او د اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په اړه خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د صرافانو او پولي خدمتونو د یووالي شورا غړو د اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت او په روان بد امنیتي وضعیت کې د دوی پر فعالیتونو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره ژمن دی. د ښاغلي احمدي په خبره د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې د غیر بانکي سکتور د پر مختګ او پیاوړتیا لپاره معقولې او مناسبې زمینې برابرې کړي.