د افغانستان بانک د کاري چارو د ښه والي په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۴ - ۱۵:۱۳
د افغانستان بانک د کاري چارو د ښه والي په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، ۱۴۰۰ کال د لړم ۴ مه ـ د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر (احمد) په مشرۍ د افغانستان بانک د آمریتونو له آمرینو سره د عالي شورا په دفتر کې اداري غونډه جوړه شوه. د دې غونډې د جوړیدو موخه د افغانستان بانک د کاري چارو او د آمریتونو د کاري چارو له څرنګوالي څخه د راپور ورکونې د سیستم ښه والی او د هغوي ستونزو ته رسیدنه وه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو د آمرینو ستونزې، وړاندیزونه او اړین نظرونه واوریده.

وروسته د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر (احمد) د ستونزو د حل په اړه د خبرو په اوږدو کې وویل چې د افغانستان بانک کارکوونکي باید په خپلو کاري چارو کې د لا روڼتیا او ځیرتیا اصل په پام کې ونیسي او خپلې اړوندې کاري چارې په ښه توګه پر مخ بوځي او باید موخه یې خلکو او هېواد ته رېښتینی خدمت وي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د افغانستان بانک د مشر تابه پلاوي او د کارکوونکو ګډې هڅې د هېواد د مالي او بانکي نظام د تیکاو ساتلو په موخه دي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه درېغ ونکړو.

په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د افغانستان بانک د آمریتونو د ستونزو د حلولو لپاره د شعبو آمریتونو ته د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه او د دې غونډې د ارزښتناکه بللو ترڅنګ یې لارښوونه وکړه څو د کاري چارو د ښه والي لپاره باید دا ډول غونډې دوام ولري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته