په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د مرکزي بانکونو فورم د څلورمې غونډې جوړېدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۵۰
په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د مرکزي بانکونو فورم د څلورمې غونډې جوړېدل

۱۴۴۴ د صفر المظفر ۲۸ – ۲۹ مه – د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د مرکزي بانکونو فورم چې د نړۍ ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري څلورمه غونډه جوړه شوه.

پدې غونډه کې د افغانستان بانک ( د افغانستان مرکزي بانک) په استازولۍ د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد او د دې بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي دوکتور محمد یوسف سلیم ګډون کړی وو.

پدې مهم دوه ورځني کنفرانس کې د اسلامي بانکوالۍ اړوند مهمو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې تر سره شوې چې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او دودول، پدې اړوند روزنیزو پروګرامونه، د اسلامي هېوادونو تر منځ د حلالې سوداګرۍ وده، برېښنایي اداینو ته د زمینې برابرول او د نقدینګۍ مدیریت برخې پکې شاملې وې.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې له نورو اسلامي هېوادونو سره په همغږۍ او د نړیوالو منل شوو معیارونو پر بنسټ ټولې بانکي چارې تنظیم کړي او د نړۍ د هېوادونو له مرکزي بانکونو سره غوره اړیکې ولري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته