د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۶:۳
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د 1444 د جمادي الاول 12مه - د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د پرېکړو کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو د پلي کولو او د بانکي سکتور د ټینګښت په اړه د خبرو اترو او پرېکړو کولو په موخه غونډه جوړه کړه چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) په مشرۍ جوړه شوه، د افغانستان بانک د عالي شورا نورو غړو پکې په حضوري او آنلاین ډول ګډون درلود. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجراآتو د څرنګوالي او له مخکې ټاکل شوو پروګرامونو د تحقق ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو د څرنګوالي، د بانکي سکتور ټینګښت، د مالي نظام ټیکاو، د اداینو بهیر د ډیجیټل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او د یو شمېر اداري موضوعاتو په اړه بحث وشو او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په ربعوار ډول کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې اترې او د نظرونو تبادله ترسره او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته