د افغانستان بانک لومړي مرستیال د عالي شورا په تالار کې د صرافانو له استازو سره ولیدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۵:۵۱
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د عالي شورا په تالار کې د صرافانو له استازو سره ولیدل

د ۱۴۴۴کال د شوال المکرم ۱۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو له استازو سره د هغوی د فعالیتونو د میکانیزه کولو او د اسعارو د قاچاق مخنیوي په اړه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د صرافانو او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو له استازو وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه هغه کسان چې د ډالرو په قاچاق او نورو غیر قانوني کړنو کې ښکیل وي قانوني چلند به ورسره وشي.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې له هېواد څخه د اسعارو قاچاق زمونږ اقتصاد ته زیان رسوي او د مخنیوي لپاره یې باید ټول په ګډه هڅې وکړو.

د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو استازو ژمنه وکړه چې خپل ټول فعالیتونه به د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره او د خلکو لپاره به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد او  د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته