د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۳۱
د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د دندې عنوان: د پوستکالي آزمایښت کوونکی

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ: اووم)  ۷(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده الحرام ۲۳

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالحجة الحرام ۷   

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

د USER INTERFACE آزمایښت؛ دا هغه سیستمونه دي چې د پراختیا ورکوونکو ټیمونو لخوا چمتو کیږي

د USER INTERFACE او د هغه د کاري صلاحیتونو د کچې د تنظیماتو د برخو کارول او ورڅخه ډاډ ترلاسه کول

د UAT ترسره کول یا په پراختیا ورکړل شوو سیستمونو کې د کاروونکي تاییدي

په سیستم باندې د غیر منظمو معلوماتو پلي کول او د هغو د ستونزو پیژندل

د پراختیا ورکړل شوو سیستمونو د انټرفیس په کارولو سره په UI باندې د SRS د ټولو ټاکلو پروسو پلي کول

د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او پر ټاکلي وخت کې یې طی مراحل کول

د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب، تنظیم او ساتنه

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړې کچه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا

 د مدیریتي مهارتونو درلودل

په خبرو کې فصاحت او بلاغت

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا

د کاري مسئولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل

د دندې محرمیت ساتل

په بېلابېلو پلټفارمونو کې د لوړ کیفیت پوستکالي آزمایښت کولو ثابته شوې وړتیا او د صنعت له معیاري کړنلارو او ابزارونو سره بلدتیا

د اړتیاوو د مستندونو د څېړلو او ارزونې وړتیا او د آزمایښتي فعالیتونو استخراج

له PHP, Laravel, JavaScript, Vue3, C++, Python, Django پروګرامونو سره بشپړه بلدتیا

د پروګرام لیکلو په بېلابېلو ژبو لکه جاوا، C++ او پایتون باندې پوهېدل. د پروګرام لیکلو د ژبو لپاره د واحدو آزمایښتونو او مدغم شوو آزمایښتونو د لیکلو وړتیا او واک درلودل

د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی درلودل

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.