په منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم پرانیسته

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۳:۶
په منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم پرانیسته

۱۴۴۴ د جمادي الثاني ۱۲ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) له خوا په منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم پرانیسته وشوه. د افغانستان بانک سرپرست رئیس د دې سیستم د پرانیستې پر مهال وویل د خوښۍ ځای دی چې نن د داسې یو سیستم پرانیسته کوو چې د افغانستان بانک د خپلو کدرونو په زیار جوړ شوی او نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د نوموړي په خبره دا چاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی آمریت او په ټول کې د افغانستان بانک لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

ښاغلي حاجی ادریس زیاته کړه د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت اړوند پر منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم (CR SYSTEM) چې مخکې له کاره لویدلی وو، د افغانستان بانک د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت د متخصصو کارکونکو له لوري په عصري ډول پرته له کوم اضافي لګښت څخه چمتو شوی او د عامه اعتباراتو د ثبت د لوی آمریت د تخنیکي ټيم له لوري په بریالۍ توګه آزمویل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د دې سیستم د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر ښاغلي عبیدالله عبیدي هم یادونه وکړه چې په دې سیستم کې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي او تر پخواني سیستم ډېر بهتروالی لري او اړوندې ادارې کولای شي چې له دې سیستم څخه په ډېرې اسانۍ ګټه پورته کړي.

په دې غونډه کې د عامه اعتبارونو ثبت لوی آمر ښاغلي عبدالحمید سهاک هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا سیستم په بریالۍ توګه د دې آمریت د کارکوونکو له خوا آزمویل شوی دی چې د پخواني سیستم په پرتله ډېرې ښېګڼې لري.

په ورته وخت کې د دې سیستم د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم خبرې وکړې او د دې سیستم رامنځته کول یې د افغانستان بانک لپاره یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او وویل د خوښۍ ځای دی چې په کور د ننه زمونږ ظرفیتونه کولای شي چې په نړیوالو ستندردونو برابر سیستمونه رامنځته کوي، نوموړي د معلوماتي تکنالوژۍ له آمریت څخه هیله وښوده چې د دې ډول سیستمونو د رامنځته کولو لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د بانکونو ټولنې اجرائیوي رئیس ښاغلي نجیب الله امیري هم ګډون درلود او د دې سیستم رامنځته کول یې د افغانستان بانک او د افغانستان د بانکي سکتور د پرمختګ لپاره د خورا ارزښت وړ یاد کړ. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان کې ښه استعدادونه شته که فرصت ورکړل شي ډېرې لویې لاسته راوړنې به ولري.

باید وویل شي چې د دې سیستم قرارداد په نږدې یو نیم میلیون امریکایي ډالرو شوی ؤ او په کلني ډول یې په ساتنه او مراقبت باندې شاوخوا  ۲۵۰ زره امریکایي ډالر لګښت راتلو، خو اوس د دې سیستم ټول ملکیت د افغانستان بانک په لاس کې دی او کوم اضافي لګښت پرې نه راځي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر