د افغانستان بانک او د مس عینک د استخراج او پروسس شرکت د مسؤلینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۲:۵۹
د افغانستان بانک او د مسِ عینک د استخراج او پروسس شرکت د مسؤلینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۱- د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د عالي شورا په تالار کې د مس عینک د استخراج او پروسس شرکت له مسؤل او پلاوي سره ولیدل. په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو هوارولو په تړاو بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري ګډونوالو ته د افغانستان بانک لخوا د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی ترڅو د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلي کولو کې مؤثر رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي. ښاغلي بدري زیاته کړه چې مسِ عینک د هېواد له لویو پروژو له ډلې څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسیدنه وشي.

د مسِ عینک د استخراج او پروسس شرکت مسؤل ښاغلي لین بین تو وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د مسِ عینک پروژې عملي چارې په بشپړ ډول پیل شي او زموږ شرکت ژمن دی چې د دې پروژې چارې بې له ځنډ او خنډه په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسي. هغه همداراز، په بانکي معاملاتو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بانک د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په هېواد کې له ټولو ملي پروژو څخه په کلکه ملاتړ کوي او ژمن دی ترڅو د معیاري او اغیزناکو بانکي خدمتونو او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له پانګوالو، شرکتونو او سوداګرو سره له هیڅ ډول همکاریو څخه دریغ ونکړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

بازگشت به خبر